روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۳۹

په بدخشان کې د نږدې ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ښوونځي د جوړونې چارې بشپړې شوې

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې د جرمني پراختیايي بانک او آغاخان دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د شغنان ولسوالۍ په «درمارخت» کلي کې یو ښوونځی جوړ شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې د جرمني پراختیايي بانک او آغاخان دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د شغنان ولسوالۍ په «درمارخت» کلي کې یو ښوونځی جوړ شوی دی.

د شغنان ولسوالۍ د طالبانو د پوهنې رئیس عبدالعزيز ضيايي شنبې ورځ، مرغومي په ٢٣مه، ویلي چې دغه ښوونځى د ٢٦ ميليونه او ٩٥ زره افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.

د دغه ښوونځي ودانۍ ۱۲ درسي ټولګي، اداري دفتر، د ښوونکو خونې او یو لابراتوار لري.

دغه ښوونځی د بدخشان ولایت په یوه لیرې پرتو سیمو کې جوړ شوی او د ۸۰۰ زده‌کوونکو ظرفیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ له راتګ دوه کاله وروسته لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري.

په دې موده کې د طالبانو له لوري وړاندې شوي دلايل هېوادوال او نړۍواله ټولنې ته قناعت نه شي ورکولای.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x