روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۶

مالیزیايي چارواکی حقاني ته: د سایبري امنیت په برخه کې له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو یو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې مالیزیا له دغې ډلې سره د سایبري امنیت په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دا موضوع پنج‌شنبه د غويي پر ۶مه د ماليزيا له پلاوي سره د سراج‌‌الدين حقاني د ليدنې پرمهال مطرح شوې ده.نوموړي وزارت د ډاکټر داتو شازلینا له قوله ویلي چې مالیزیا غواړي له طالبانو سره د سایبري امنیت او ډیجیټل جرمونو په برخه کې خپلې تجربې او ظرفیتونه شریک کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې مالیزیا له دغې ډلې سره د سایبري امنیت په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دا موضوع پنج‌شنبه د غويي پر ۶مه د ماليزيا له پلاوي سره د سراج‌‌الدين حقاني د ليدنې پرمهال مطرح شوې ده.

نوموړي وزارت د ډاکټر داتو شازلینا له قوله ویلي چې مالیزیا غواړي له طالبانو سره د سایبري امنیت او ډیجیټل جرمونو په برخه کې خپلې تجربې او ظرفیتونه شریک کړي.

په دې لیدنه کې همداراز دواړو خواوو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی.

حقاني په دې لیدنه کې ویلي چې طالبان له اسلامي هېوادونو سره د ښې اړيکې او همکارۍ غوښتونکي دي.

د دغه هېواد په پلاوي کې د مالیزیا د لومړي وزیر دفتر او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازي هم ګډون لري.

تر اوسه د مالیزیا حکومت په رسمي ډول له طالبانو سره د دغه پلاوي د لیدنې په هکله څه نه دي ویلي.

دا د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان ته د مالیزیا د پوځي او امنیتي پلاوي لومړی سفر دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x