روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۲۸

طالبانو په کابل کې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو پر درېیو پروژو کار پېل کړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي چې کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو پر درېیو پروژو کار پېل کړی دی.د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا پروژې نن شنبه د غويي پر ۸مه د ملا عبدالغني برادر له خوا پرانېستل شوې.نوموړي بنسټ زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د خېرخانې سړک دویم لاټ، له شهید څلورې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډګر له څلورلارې تر ګمرک پورې د غځېدلي سړک جوړول راځي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي چې کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو پر درېیو پروژو کار پېل کړی دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا پروژې نن شنبه د غويي پر ۸مه د ملا عبدالغني برادر له خوا پرانېستل شوې.

نوموړي بنسټ زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د خېرخانې سړک دویم لاټ، له شهید څلورې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډګر له څلورلارې تر ګمرک پورې د غځېدلي سړک جوړول راځي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د خېرخانې کوتل سړک دویم لاټ دوه کیلومتره او ۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چې ۳۴۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

دغه راز، له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک د لومړۍ برخې پروژه یو کیلومتره او ۸۹۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري چې ۱۷۵ میلیونه افغانۍ پرې لګېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځېدلي سړک پروژه دوه کیلومتره او ۷۹۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چې ۴۰۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

یادې مرستیالۍ زیاته کړې چې د خېرخانې کوتل دویم لاټ سړک او له هوايي ډګره تر ګمرک پورې د غځېدلي سړک د جوړولو چارې به په ۲۰ میاشتو کې بشپړې شي.

دغه راز، له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک د لومړۍ برخې پروژه به په یو کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویلي و چې د هوا په ښه کېدو به د سالنګ لویې لارې د رغونې چارې بیاپېل کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x