روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۸
: 1

طالبانو د تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۰.۳ میلیارده ډالر ښودلی

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۰.۳ میلیارده ډالر و.نوموړې ادارې چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۷۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالر او د وارداتو اته میلیارده او ۵۷۶ میلیونه او ۳۰۰ زرو ډالرو پورې رسېدل.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۰.۳ میلیارده ډالر و.

نوموړې ادارې چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۷۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالر او د وارداتو اته میلیارده او ۵۷۶ میلیونه او ۳۰۰ زرو ډالرو پورې رسېدل.

یادې ادارې زیاته کړې چې د هېواد په صادراتي توکو کې مېوو تر ټولو زیاته ونډه لرله چې ارزښت یې ۶۴۵ میلیونه او ۵۰۰ زرو ډالرو پورې رسېږي.

د خبرپاڼې په حواله، په ۱۴۰۲ کال کې هېواد ته په را واردو شویو توکو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیات و چې ټولییز ارزښت یې یو میلیارد او ۳۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زرو ته ډالرو ته رسېدل.

نوموړې ادارې د تېر کال په سلواغې میاشت کې ویلي و چې افغانستان د کال په لومړیو درېیو ربعو کې د یو میلیارد او ۳۵۵ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او د ۶ میلیارده او ۲۲۸ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات لرل.

د دغې ادارې په خبره، په دې موده کې د صادراتو کچه ۲۰ میلیونه ډالره کمه شوې؛ خو د وارداتو هغه بیا یو میلیارد او ۱۰۵ میلیونه ډالره ډېره شوې ده

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x