روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۰

روسیه به تر ۲۰۳۰ کاله د کال تر ۳۲ زرو ډېرې بې‌پيلوټه الوتکې تولید کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د روسیې د لومړي وزیر لومړي مرستیال اندري بلوسف ویلي، هېواد یې هوډ لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې هر کال له ۳۲ زرو ډېرې بې‌پیلوټه الوتکې تولید کړي او کورني تولیدکوونکي به د بازار ۷۰ سلنه برخه جوړه کړي.

د روسیې د لومړي وزیر لومړي مرستیال اندري بلوسف ویلي، هېواد یې هوډ لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې هر کال له ۳۲ زرو ډېرې بې‌پیلوټه الوتکې تولید کړي او کورني تولیدکوونکي به د بازار ۷۰ سلنه برخه جوړه کړي.

ټاس خبري اژانس شنبه د جنورۍ پر ۶مه د روسیې د لومړي وزیر لومړي مرستیال اندري بلوسف په حواله دا خبر ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې: «په کال کې د زده‌کړییزو بې‌پیلوټه الوتکو پرته د نقلیه هوايي بې‌پیلوټه الوتکو(ډرون) د تولید کچه ۳۲ زره او ۵۰۰ دستګاوې پلان شوې دي.»

د هغه په خبره، دا اوسني تولید ته په کتو شاوخوا درې برابره زیاتوالی ښيي.

نوموړي ویلي چې روسیه به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۶۹۶ میلیارد روبلو په ارزښت چې ۷.۶۶ میلیارد ډالر کېږي، د بې‌پیلوټه الوتکو د ملي پروژې تمویل وکړي او په دې تړاو به نور جزییات په دې میاشت کې خپاره کړي.

ورته مهال تېر کال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و چې بې‌پیلوټه الوتکې د پوځ سربېره شاوخوا په ټولو برخو کې کارېدلی شي.

له بلې خوا اوکراین هم د تېر کال په ډسمبر کې ویلي و، په پام کې لري چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۱ زرو ډېرې د لرې واټن او منځني واټن بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې او دغه راز یو میلیون FPV ډوله بې‌پیلوټه الوتکې تولید کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x