د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو له افغانستانه د نشهيي توکو قاچاق د سیمې لپاره ګواښ بللی او ویلي یې دي، چې تراوسه هم له دغه هېواده د نشهیي توکو قاچاق روان دی. روسيې، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) له افغانستانه د نشهيي توکو د قاچاق په اړه یوه ګډه اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلامیه کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه خپره شوې، د ګډو ګټو هېوادونو خپلواکې ټولنې له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د نشهیي توکو د قاچاق پر دوام اندېښنه ښودلې ده. په دغه بیان