روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۵۳

د ګډو ګټو خپلواک هېوادونه: له افغانستانه سیمې ته د نشه‌یي توکو قاچاق روان دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو له افغانستانه د نشه‌يي توکو قاچاق د سیمې لپاره ګواښ بللی او ویلي یې دي، چې تراوسه هم له دغه هېواده د نشه‌یي توکو قاچاق روان دی.

د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو له افغانستانه د نشه‌يي توکو قاچاق د سیمې لپاره ګواښ بللی او ویلي یې دي، چې تراوسه هم له دغه هېواده د نشه‌یي توکو قاچاق روان دی.

روسيې، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) له افغانستانه د نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه یوه ګډه اعلاميه خپره کړه.

په دغه اعلامیه کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه خپره شوې، د ګډو ګټو هېوادونو خپلواکې ټولنې له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د نشه‌یي توکو د قاچاق پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

په دغه بیان کې راغلي دي: «موږ له افغانستانه د نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د ننګونو په اړه د مټامفټامین، کوکایین، حشیش او د نورو صنعتي نشه‌یي توکو په اړه اندېښنه څرګندوو.»

روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د نشه‌یي توکو له قاچاق سره د مبارزې لپاره د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې زیاته شوې: «موږ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې په اغېزمنه توګه په خپلو ګډو ژمنو ټینګار کوو، کوم چې په ملي او نړۍواله کچه همغږۍ ته اړتیا لري.»

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې ویلي و، چې د دغه هېواد سرحدي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پوله له لسو ټنو ډېر نشه‌یي توکي نیولي دي‎.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر د لړم میاشتې په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ چې، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

دغې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کر په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۳۳ زره هکټارو څخه ۱۰ زره او ۸۰۰ هکټارو ته راکم شوی دی.

طالبانو د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري په میاشت کې د ملا هبت الله د یوه حکم پر بنسټ د کوکنارو په کر او خرڅلاو بندیز ولګاوه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x