په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو پر وړاندې د پرتو ننګونو په اړه نن شنبه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د یوې جوړیدونکې غونډې په ترڅ کې خبرې کیږي. د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې، ټاکل شوې ده دغه غونډه د قطر او اندونېزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په کوربه توب جوړه شي او د افغان ښځو پر وړاندې د شته ننګونو په ځانکړي توګه د ښځو او نجونو د زدهکړو په اړه خبرې وشي. ویل کیږي چې په دې غونډه کې به یو شمېر کارپوهان، نړیوال سازمانونه او