روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۸-۱۲-۱۴۰۲
تاریخ : ۰۸-۱۲-۱۴۰۲
ساعت : ۰۸:۳۱

د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز: د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه نړیوال کنفرانس جوړيږي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د پرتو ننګونو په اړه نن شنبه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د یوې جوړیدونکې غونډې په ترڅ کې خبرې کیږي.د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې، ټاکل شوې ده دغه غونډه د قطر او اندونېزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په کوربه توب جوړه شي او د افغان ښځو پر وړاندې د شته ننګونو په ځانکړي توګه د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه خبرې وشي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د پرتو ننګونو په اړه نن شنبه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د یوې جوړیدونکې غونډې په ترڅ کې خبرې کیږي.

د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې، ټاکل شوې ده دغه غونډه د قطر او اندونېزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په کوربه توب جوړه شي او د افغان ښځو پر وړاندې د شته ننګونو په ځانکړي توګه د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه خبرې وشي.

ویل کیږي چې په دې غونډه کې به یو شمېر کارپوهان، نړیوال سازمانونه او نور اړوند چارواکي برخه واخلي او د افغان نجونو د زده‌کړو پر وړاندې به د خنډونو په اړه بحث وکړي.

د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز زیاته کړې چې د دې کنفرانس د څېړنو پایله به سبا ته وړاندې شي.

سره له دې چې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه له تېرو دوو کلونو راهیسې غونډې جوړیږي او په وار وار سره له طالبانو غوښتل شوي چې د زده‌کړو په برخه کې باید خپل بندیزونه لیرې کړي، خو طالبانو دغو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال په ښوونځیو کې له کلنۍ آزموینې وروسته د شپږم ټولګیو د یو شمېر زده‌کوونکو د ژړا او خدای پامانۍ ویډیوګانې او انځورونه په خواله رسنیو کې خپاره شول چې تر دې وروسته د زرګونو نورو نجونو په شان زده‌کړو ته دوام نه شي ورکولی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x