په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یو ۲۶ کلن ځوان مړی موندل شوی دی. سرچینو سهشنبه د لړم پر ۲۹مه ویلي چې د دغه ځوان مړی د پنجوايي ولسوالۍ اړوند سیمه کې پېدا شوی دی. د سرچینو په خبره، نوموړی د یوه ترانسپورتي شرکت کارکوونکی و او څه موده مخکې نادرکه شوی و. تر اوسه د دغې وژنې انګېزه څرګنده نه ده. په کندهار کې ځايي طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ناڅرګندو وسلهوالو څو ورځې وړاندې په پکتیکا کې د یوې کورنۍ