په کندهار او بغلان ولایتونو کې د دوو ټرافیکي پېښو په پایله کې لږ تر لږه درې کسان مړه شوي دي.
لومړۍ پېښه د یکشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۱۴مه د سپین بولدک ولایت د ارغستان پل په سیمه کې شوې ده.
دا پېښه چې د «سوزاکي» ډوله موټر له يوه مسافر وړونکي موټر سره د ټکر کېدو وروسته رامنځته شوې، د دوو تنو د مړینې تر څنګ څلور تنه ټپي کېدو لامل شوې.
د دې پيښې په ټپيانو کې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي او د ټپيانو روغتيايي حالت نازک بلل شوى دى.
دغه راز د يوې بلې پېښې په ترڅ کې چې د دوشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ١٥مه د بغلان ولايت په خواجه الوان سيمه کې رامنځته شوه، يو تن مړ او يو بل ټپي شوی.
دا پیښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې د «سراچه» ډوله موټر له یوه موټرسایکل سره ټکر وکړ.
په دې وروستيو کې په هېواد کې د ټرافيکي پېښو کچه لوړه شوې ده.
د شنبې په ورځ د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ټرافيکي پېښې له امله ۱۳ تنه مړه او څلور نور ټپيان شول.