په پروان کې د طالبانو والي عبدالعلي قدرت الله امیني اعلان وکړ، چې د سالنګ لویه لار به په دوو اونیو کې د موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شي. طالبانو د وږي په ۱۹مه د سالنګ لویه لار د “بیارغونې” په موخه د ټرافیکو پر مخ وتړله. د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د (لېندۍ ۸مه) خبر ورکړ، چې د پروان ولايت د دغې ډلې والي ویلي چې د بيارغونې چارې به په دوو اوونيو کې بشپړې شي. د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ (د وږي