روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۵۳
: 1

طالبان وايي، د سالنګ لویه لار به تر دوو اونیو پرانیستل شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په پروان کې د طالبانو والي عبدالعلي قدرت الله امیني اعلان وکړ، چې د سالنګ لویه لار به په دوو اونیو کې د موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شي. طالبانو د وږي په ۱۹مه د سالنګ لویه لار د “بیارغونې” په موخه د ټرافیکو پر مخ وتړله.

په پروان کې د طالبانو والي عبدالعلي قدرت الله امیني اعلان وکړ، چې د سالنګ لویه لار به په دوو اونیو کې د موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شي.
طالبانو د وږي په ۱۹مه د سالنګ لویه لار د “بیارغونې” په موخه د ټرافیکو پر مخ وتړله.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د (لېندۍ ۸مه) خبر ورکړ، چې د پروان ولايت د دغې ډلې والي ویلي چې د بيارغونې چارې به په دوو اوونيو کې بشپړې شي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ (د وږي په ۱۹مه) اعلان وکړ، چې د سالنګ لویه لار د ټولو موټرو پر مخ تړلې ده.

محمد اشرف حق شناس د سالنګ د لویې لارې د تړل کېدو لامل د هغې بیا رغونه یاده کړه او له چلوونکو یې وغوښتل، چې له بدیلو لارو کار واخلي.
له هغه وروسته افغانستان انټرنشنل ته داسې ویډیوګانې رسېدلې وې، چې په سالنګ تونل کې ګڼ شمېر مسافر بند پاتې دي.
د افغانستان انټرنشنل لېدونکي وايي، د سالنګ تونل دواړو غاړو ته په زرګونو موټر د د لویې لارې د بیا پرانیستلو په تمه ولاړ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x