د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټيټيپي» په خیبرپښتونخوا کې د بهرنیو دیپلوماتانو د موټرو پر کاروان شوي برید کې لاس لرل رد کړي دي. نوموړي غورځنګ دوشنبه د سپټمبر پر ۲۳مه یو خپاره کړي بیان کې ویلي چې پر دغه کاروان شوي برید کې لاس نه لري. په بیان کې راغلي: «پر بهرنیو دیپلوماتانو شوی برید له موږ سره تړاو نه لري.» د موټرو دا کاروان پرون په خیبرپښتونخوا کې د ځای پر ځای شوي ماین ښکار شو چې په پاېله کې یې یو پولیس ووژل شو. ماین هغه مهال چاودنه کړې چې د موټرو کاروان د خیبرپښتونخوا په سوات