روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۲۷

ټي‌ټي‌پي: پرون ناوخته مو د خېبر اېجنسۍ په تېرا دره کې ۷ پوځیان وژلي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان تحریک طالبان ډلې ویاند محمد خراساني په خپرې شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دوی پرون ناوخته د باړې ولسوالۍ په تېرا دره کې د پوځ یو کاروان په نښه کړ چې په پایله کې یې د یوه جګړن په ګدون اووه کسه ووژل شول.

د پاکستان تحریک طالبان ډلې ویاند محمد خراساني په خپرې شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دوی پرون ناوخته د باړې ولسوالۍ په تېرا دره کې د پوځ یو کاروان په نښه کړ چې په پایله کې یې د یوه جګړن په ګدون اووه کسه ووژل شول.

خراساني همداراز ویلي، چې په دغه برید کې د پوځ او ملېشو یوه لارۍ او یو ډاتسن موټر سوځېدلي، چې په کې د یوه جګړن په ګډون ۷ تنه پوځیان وژل شوي او ۶ نور یې سخت ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې هم ټي‌ټي‌پي د میرانشاه پر لویه لاره د پاکستان پر ملیشه ځواکونو د برید پړه منلې وه، چې وروسته بیا پاکستاني پوځ ویلي و، هغه ځانمرګی برید ګر افغان و او له هغه سره یې افغاني پیژندپاڼه هم موندلې ده.
خو د پاکستان پوځ تر دې مهاله په تېرا کې د وروستي برید په اړه څه نه دي ویلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x