ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو طالب قومندان یو کس په موټر وهلی او مړ شوی دی. یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېر ورځ جمعه، ۳۰ د وري، مازدیګر مهال د سره رود ولسوالۍ اړوند «موي مبارک» سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاتوي، چې په یاده سیمه کې یو طالب په فیلډر موټر د عمرګل په نوم یو کس وهلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د سرچینې په خبره یاد طالب قومندان په اصل د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی