د ننګرهار سیمهییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.
د دغه ځوان مړى، سېشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۴مه د ننګرهار ولايت د کوز کونړ ولسوالۍ په «شمل» سيمه کې موندل شوی دی.
سرچینې رسانو ته تایید کړې چې دغه ځوان «شایسته ګل» نومېده او د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.
تر اوسه د دغه ځوان د وژنې لامل معلوم نه دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده چې په ننګرهار ولايت کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د مرموزو وژنو شمېر زيات شوى دى.
ځايي اوسېدونکي طالبان په دې پېښو کې په لاس لرلو تورنوي، خو دې ډلې تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.