د پوهنې پخواني وزیرې د ښوونځیو د بدیل په توګه له دیني مدرسو او جوماتونو څخه د کار اخیستلو وړاندیز وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د نجونو د زده کړو د دوام لپاره د سیمه ییزو فرصتونو په لټه کې شي. رنګینه حمیدي په دې اړه خواشني څرګنده کړه، چې امريکا او نور هېوادونه له طالبانو سره همکاري نه کوي. مېرمن حمیدي ټینګار وکړ، چې افغانستان دښوونځیو د پانګونې لپاره لازمه بودیجه نه لري؛ خو د هغې په وینا په هر دوه کیلومترۍ کې یو جومات شته، چې د زده کړو ځایونه ګڼل کېږي. هغې وویل: “ننني