روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۷

د پوهنې پخوانۍ وزیره: نجونې دې د ښوونځیو پر ځای په جوماتونو او مدرسو کې زده کړې وکړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پوهنې پخواني وزیرې د ښوونځیو د بدیل په توګه له دیني مدرسو او جوماتونو څخه د کار اخیستلو وړاندیز وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د نجونو د زده کړو د دوام لپاره د سیمه ییزو فرصتونو په لټه کې شي.رنګینه حمیدي په دې اړه خواشني څرګنده کړه، چې امريکا او نور هېوادونه له طالبانو سره همکاري نه کوي.

د پوهنې پخواني وزیرې د ښوونځیو د بدیل په توګه له دیني مدرسو او جوماتونو څخه د کار اخیستلو وړاندیز وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د نجونو د زده کړو د دوام لپاره د سیمه ییزو فرصتونو په لټه کې شي.

رنګینه حمیدي په دې اړه خواشني څرګنده کړه، چې امريکا او نور هېوادونه له طالبانو سره همکاري نه کوي.

مېرمن حمیدي ټینګار وکړ، چې افغانستان دښوونځیو د پانګونې لپاره لازمه بودیجه نه ‎لري؛ خو د هغې په وینا په هر دوه کیلومترۍ کې یو جومات شته، چې د زده کړو ځایونه ګڼل کېږي.

هغې وویل: “ننني ښوونځي د دیني مدرسو مترادف دي؛ مګر په تاریخي لحاظ دا د زده کړو مرکزونه دي”.

هغې د طالبانو د بنديزونو د لري کولو او حل لارو په پېدا کولو کې پر کورنيو حل لارو ټينګار وکړ او وړانديز يې ورکړ، چې طالبان باید مدرسې او جوماتونو کې ده زده کړو اجازه ورکړي.

د اشرف غني د حکومت د پوهنې دغه وزیره وايي؛ نړۍواله ټولنه کولی شي د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د نظر له اختلاف څخه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره کار واخلي.

د چهار شنبې په ورځ ګارډین ورځپاڼې د هغې خبرې په یوه راپور کې بيا خپرې کړې، چې څه موده وړاندې يې د ترکیې په استانبول کې د نجونو د تعلیم په اړه د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې کړې وې.

د ګارډین د راپور له مخې؛ دغې پخوانۍ حکومتي چارواکې ویلي، چې ډېری طالب چارواکې د نجونو پر زده کړو د بنديز د لري کولو ملاتړي دي او دوی قانع کېدلی شي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانيزي.

هغې وویل:” که نړۍ طالبان په رسمیت وپېژني یا نه، د نېږدې ۴۰ میلیونو افغانانو لپاره چې لږ تر لږه نیمایي یې ښځې او نجونې دي؛ طالبان یو حقیقت دی، چې هره ورځ ورسره ژوند کوي، زما له پاره دا دردونکې ده، چې له دوه کاله وروسته هم نړۍواله ټولنه نه پوهیږي، چې له طالبانو سره څنګه چلند وکړي”.

نوموړې په دې اړه خواشیني څرګنده کړې، چې د نړۍ هېوادونه له طالبانو سره له خبرو او کار کولو ډډه کوي.

هغې وویل:”څه موده وړاندې د امریکا حکومت له متحدینو او نړۍوالو ادارو سره یوځای له طالبانو سره په سیاسي خبرو بوخت و؛ نو هېوادونه نن ورځ ولې له طالبانو سره په همکارۍ کې ستونزه لري؟”.

په ورته وخت کې ګارډین راپور ورکړی، چې په دې غونډه کې ځینو ښځینه ګډونوالو له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر هر ډول وړاندیز نیوکي وکړې.

په ترکیه کې د «ښځو د اتحاد» غړې سلما اچونر په دې غونډه کې وویل: “له طالبانو سره کار کول، چې په پرله پسې ډول ښځې له خپلو حقونو څخه محروموي او د مدرسو له لارې د بنسټپالې ایډیالوژۍ عملي کوي، یو ډېر متضاد حالت رامنځته کړی دی”.

اغلې اچونر ومنله چې دیني مدرسې ښایي نجونو ته دا فرصت برابر کړي، چې په یوه تعلیمي چاپیریال کې ګډون ته دوام ورکړي؛ خو ویې ویل:” موږ له دیني بنسټونو تمه نه شو کولی چې د ثانوي زده کړو له لاسه ورکړل شوی فرصت دې جبران کړي”.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم دغې ډلې د نجونو پر زده کړو او د مېرمنو پر کار بندیزونه لګولي، دغه چاره بیا د نړۍوالې ټولنې او د ښځو د حقونو د سازمانونو له ګڼو نیوکو سره مخ شوې ده.

طالبانو بیا دا د دوی داخلي مساله ګڼلې او ویلي یې دي، چې بهرني هېوادونه حق نه لري، چې د دوی په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x