په یاد ولرئ چې کله د طالبانو ډله واک ته ورسیده، دوی دوه لویې ادعاوې کولې؛ یو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ماتې او دویم په ټول هېواد کې د امنیت راوستل دي. په دې دوو سترو او درواغو ادعاوو سره يې غوښتل د خلکو ټولنیز رضايت تر لاسه کړي. البته، په دې برخه کې د دوی ډیماګوژیکي تبلیغات یو څه اغیزمن وو. هغه خلک چې له دوو لسیزو جګړو، وژنو او چاودنو ستړي شوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سولې او امنیت ته خوشبین شوي دي. حقیقت دا دی چې د جمهوري ریاست د شلو