په ایټالیا کې د افغان هنرمند، ډایرکټر او عکاس سید عارف تکوین تر وژنې یوه نیمه میاشت وروسته د هغه مړی کورنۍ ته وسپارل شو. د ایټالیې پولیسو د دوشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۱۵مه د ښاغلي تکوین مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره. سید عارف تکوین چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په ایټالیا کې پناه اخیستې وه، د پنجشنبې ورځ، د وږي میاشتې په ۱۶مه د ننګرهار ولایت اوسېدونکي فرهاد پژواک د خپل کوټې ملګري له خوا د دغه هېواد په فلورېنس کې په چړو ووهل شو. پژواک د تکوین د ستوني له پرې کولو