روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۰۲
: 1

د هنرمند او عکاس عارف تکوین مړی له ۴۵ ورځو وروسته د هغه کورنۍ ته وسپارل شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په ایټالیا کې د افغان هنرمند، ډایرکټر او عکاس سید عارف تکوین تر وژنې یوه نیمه میاشت وروسته د هغه مړی کورنۍ ته وسپارل شو.د ایټالیې پولیسو د دوشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۱۵مه د ښاغلي تکوین مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره.

په ایټالیا کې د افغان هنرمند، ډایرکټر او عکاس سید عارف تکوین تر وژنې یوه نیمه میاشت وروسته د هغه مړی کورنۍ ته وسپارل شو.

د ایټالیې پولیسو د دوشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۱۵مه د ښاغلي تکوین مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره.

سید عارف تکوین چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په ایټالیا کې پناه اخیستې وه، د پنجشنبې ورځ، د وږي میاشتې په ۱۶مه د ننګرهار ولایت اوسېدونکي فرهاد پژواک د خپل کوټې ملګري له خوا د دغه هېواد په فلورېنس کې په چړو ووهل شو.

پژواک د تکوین د ستوني له پرې کولو وروسته د يوې لوړې ودانۍ له بالکون څخه ځان وغورځاوه او مړ شو.

د سیدعارف پلار سیدانور د ایټالیا له حکومته غوښتي چې د زوی د وژنې په اړه دې لا زیات وضاحت او عدالت دې ورکړي.

په همدې حال کې د تکوين ورور فايق هم وايي چې د ورور د وژنې قضيه يې لا نه ده بنده شوې او د پوليسو څېړنې دوام لري.

د عارف تکوین ملګري وايي، د هغه وژنه یوه ترهګریزه کړنه وه او هغه هیوادونه چې کډوال مني باید د پناه غوښتونکو خوندیتوب تضمین کړي.

سید عارف تکوین چې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو له پوهنځي فارغ شوی، د هېواد یو مشهور لیکوال، ډایرکټر او انځورګر و.

هغه ۱۲ کاله په بامیان او کابل کې فرهنګي او هنري کارونه کړي، په ډېرو فلمونو کې یې کار کړی او د عکاسۍ په برخه کې یې هم څو نړۍوالې جایزې هم ترلاسه کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x