د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ویلي چې دا ډله هڅه کوي تر څو د اسلام دین له خرافاتو پرته او په سمه توګه تر خلګو ورسوي او له همدې وجې یې ديني مدرسو ته پام کړی او په زده کړییز نصاب کې یې پام وړ اصلاحات راوستلي دي. ده دا څرګندونې پرون سېشنبه، ۲۹ د لړم، له یو شمېر هندي او بنګلدېشي علماوو سره په لیدنه کې کړې دي. د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا لیدنه په کابل کې ترسره شوې. طالبانو پر افغانستان تر