د ننګرهار سیمهییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی. د دغه ځوان مړى، سېشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۴مه د ننګرهار ولايت د کوز کونړ ولسوالۍ په «شمل» سيمه کې موندل شوی دی. سرچینې رسانو ته تایید کړې چې دغه ځوان «شایسته ګل» نومېده او د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی. تر اوسه د دغه ځوان د وژنې لامل معلوم نه دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د يادونې وړ ده چې په ننګرهار ولايت کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د