د فلسطین خبري آژانس وفا خبر ورکړی، چې اسراییل د ۳۳ ماشومانو او شپږو ښځو په ګډون ۳۹ فلسطینیان خوشي کړي دي. دا د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د فلسطیني بندیانو دویمه ډله ده چې خوشې کېږي. تر دې مخکې حماس د یرغمل شویو کسانو دویمه ډله خوشې کړې وه. دغه خبری آژانس مخکې خبر ورکړی وو چې یو شمېر آزاد شوي فلسطینیان ختیځ بیت المقدس ته رسېدلي دي. په همدې حال کې د لوېدیځې غاړې په رام الله سیمه کې زرګونه کسان د فلسطیني بندیانو د هرکلي له پاره راټول