روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۰۳

د فلسطين خبري اژانس وفا: اسرایيل ۳۹ نور فلسطيني بنديان خوشي کړي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د فلسطین خبري آژانس وفا خبر ورکړی، چې اسراییل د ۳۳ ماشومانو او شپږو ښځو په ګډون ۳۹ فلسطینیان خوشي کړي دي.دا د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د فلسطیني بندیانو دویمه ډله ده چې خوشې کېږي.

د فلسطین خبري آژانس وفا خبر ورکړی، چې اسراییل د ۳۳ ماشومانو او شپږو ښځو په ګډون ۳۹ فلسطینیان خوشي کړي دي.

دا د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د فلسطیني بندیانو دویمه ډله ده چې خوشې کېږي.

تر دې مخکې حماس د یرغمل شویو کسانو دویمه ډله خوشې کړې وه.

دغه خبری آژانس مخکې خبر ورکړی وو چې یو شمېر آزاد شوي فلسطینیان ختیځ بیت المقدس ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د لوېدیځې غاړې په رام الله سیمه کې زرګونه کسان د فلسطیني بندیانو د هرکلي له پاره راټول شوي وو.

تر دې وړاندې حماس د ۲۰ نورو یرغمل شویو د خوشې کولو اعلان کړی و. د خوشې شویو یرغمل شویو په دویمه ډله کې ۱۳ اسراییلیان او اوه بهرنیان شامل دي.

په غزه کې د اوربند د هوکړې له مخې چې د قطر په منځګړیتوب شوې ده، ټاکل شوې د اوربند په څلورو ورځو کې ټول ۵۰ اسراییلي یرغمل شوي په۱۵۰ فلسطینیانو تبادله شي.

د حماس پوځي څانګې عزالدین قسام هم د سره صلیب له لارې د شلو یرغمل شویو د خوشې کیدو خبر ورکړ.

د یرغمل شویو کسانو لومړنۍ تبادله د جمعې په ورځ وشوه او ټاکل شوې وه چې دویم پړاو د شنبې په ورځ ترسره شي.

حماس د جمعې په ورځ د ١٣ اسراييليانو، ١٠ تايلنډيانو او يوه فليپيني په ګډون ٢٤ برمته شوي کسان خوشې کړل.

وال سټریټ ژورنال هم د مصري سرچینو په حواله لیکلي چې، حماس پلان لري د لنډمهالي اوربند په لړ کې نور تایلینډي یرغمل شوي وګړي هم خوشې کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x