برېتانوي رسنيو راپور ورکړی، چې د بریتانیا دولت د افغانستان د ځانګړو امنيتي ځواکونو په تړاو پر خپلې پخوانۍ پرېکړې په بیا ځلې غور کولو سره د هغوی سلګونه تنه دغه هیواد ته د ورتګ پر شرایطو برابر بللي دي. د محافظهکار ګوند تر مشرۍ لاندې برېتانوي دولت د فبروري مياشتې پرمهال د افغانستان د پخوانیو دوه زره ځانګړو ځواکونو پناه غوښتنه رد کړې وه. د بي بي سي له راپور سره سم، دا کسان د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د سي ايف ۳۳۳ او اي ټي ايف ۴۴۴ قطعاتو غړي دي چې په «درې شمیریزو» واحدونو پېژندل کېدل