د بشري حقونو څار سازمان وايي، له افغانستانه د مسلکي ښوونکو وتل، په تعلیمي نصاب کې راوړل شوي ادلونونه بدلونونه هغه څه دي چې د زدهکړو بهیر یې د سترو ننګونو سره مخامخ کړی دی. دغه سازمان پر ملګرو ملتونو غږ کړی، چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو د تعلیم په برخه کې دې له توپیري چلنده لاس واخلي او اړونده حکومتونه او د ملګرو ملتونو ادارې باید له طالبانو وغواړي، چې د نجونو پر تعلیم خپل تبعیضي بندیز پای ته ورسوي او د باکیفیته زدهکړو په برخه کې د هلکانو له حقونو څخه د سرغړونې مخه