د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې سره هممهاله د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون پخوانۍ مشره سیما سمر وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو موضوع د هېوادونو د سیاسي ګټو د لومړيتوب له امله څنډې ته شوې ده. سیما سمر افغانستان انټرنشنل ته وویل، دا کار د دې لامل شوی چې نړۍواله ټولنه له طالبانو سره نرمښت وښيي. مېرمن سمر د نومبر د ۲۵مې په مناسبت چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده،