روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۲۱

سيما سمر: افغانستان کې بشري حقونه د هېوادونو د سیاسي ګټو د لومړيتوب له امله څنډې ته شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون پخوانۍ مشره سیما سمر وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو موضوع د هېوادونو د سیاسي ګټو د لومړيتوب له امله څنډې ته شوې ده.سیما سمر افغانستان انټرنشنل ته وویل، دا کار د دې لامل شوی چې نړۍواله ټولنه له طالبانو سره نرمښت وښي

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون پخوانۍ مشره سیما سمر وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو موضوع د هېوادونو د سیاسي ګټو د لومړيتوب له امله څنډې ته شوې ده.

سیما سمر افغانستان انټرنشنل ته وویل، دا کار د دې لامل شوی چې نړۍواله ټولنه له طالبانو سره نرمښت وښيي.

مېرمن سمر د نومبر د ۲۵مې په مناسبت چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په ځانګړې مرکه کې زياته کړه چې، طالبانو په افغانستان کې د ښځو ټول حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

نوموړې ټینګار وکړ، چې دا چاره په نړۍ کې بې سارې ده.

سیما سمر وايي، په داسې حال کې چې د دوحې په تړون کې د ښځو یادونه نه ده شوې؛ خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چې ځان په نړۍ کې د بشري حقونو ملاتړی ګڼي، دغه هوکړه لیک تایید کړی دی.

د دوحې هوکړه لیک د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې په ۱۰مه په قطر کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ لاسلیک شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو اونۍ وروسته د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره له دغه تړون او د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ له ګډې اعلامیې څخه چې په عین وخت کې په کابل کې لاس‌لیک شوه ملاتړ وکړ.

د دوحې د تړون په یوه برخه کې راغلي:« امریکا به د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د دغه تړون د رسمیت پېژندلو او تصویب غوښتنه وکړي.»

اغلې سمر د دغو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړه چې، د طالبانو کورنۍ د بې وزلۍ په ګډون د بېلابېلو لاملونو له مخې خپل اولادونه دیني مدرسو ته لېږل او د طالبانو اکثریت “د ماشومتوب په وخت کې د مور او پلار مینه نه وه تجربه کړې.

اغلې سمر په دې باور ده چې، طالبان د مېندو عاطفې د محرومیت له امله ښځو او حتی د خپلو مېندو درناوی نه کوي.

هغې وويل:« طالبان اوس خلک اړ باسي چې خپل ماشومان ديني مدرسو ته واستوي، هغه ځای چې د سیما ثمر په خبره په کې هلته په وړیا توګه ډوډۍ شته؛ خو هلته د ماشومانو ذهنیت بدلېږي.»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x