د پاکستان تحریک طالبان ډلې ویاند محمد خراساني په خپرې شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دوی پرون ناوخته د باړې ولسوالۍ په تېرا دره کې د پوځ یو کاروان په نښه کړ چې په پایله کې یې د یوه جګړن په ګدون اووه کسه ووژل شول. خراساني همداراز ویلي، چې په دغه برید کې د پوځ او ملېشو یوه لارۍ او یو ډاتسن موټر سوځېدلي، چې په کې د یوه جګړن په ګډون ۷ تنه پوځیان وژل شوي او ۶ نور یې سخت ټپیان شوي دي. تر دې وړاندې هم ټيټيپي د میرانشاه پر لویه لاره د پاکستان