ساينس پوهان وايي، د نړۍ تر ټولو ستر د یخ غر چې د نيويارک ښار شاوخوا درې برابره دى، له خپله ځایه خوځېدلی دى. له سپوږمکۍ اخیستل شوي انځورونه ښیي چې د یخ دغه غر له درې لسیزو وروسته د یو ټریلیون ټنه وزن سره د تېزو بادونو او سیندونو په مرسته د انټرکټیکا له شمالي څوکې څخه تیریږي. د یخ غرA23a، چې یو وخت په لویدیځه انټرکټیکا کې د مالګې اوبو د څیړنې مرکز کوربه و، په «ویډل» بحر کې بند پاتې و. چې پلنوالی یې شاوخوا څلور زره کیلو متره بلل کیږي. خو د سپوږمکۍ نوي انځورونه