روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۱۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۱۴

په نړۍ کې د یخ تر ټولو لوی غر له خپله ځایه خوځېدلی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ساينس پوهان وايي، د نړۍ تر ټولو ستر د یخ غر چې د نيويارک ښار شاوخوا درې برابره دى، له خپله ځایه خوځېدلی دى.له سپوږمکۍ اخیستل شوي انځورونه ښیي چې د یخ دغه غر له درې لسیزو وروسته د یو ټریلیون ټنه وزن سره د تېزو بادونو او سیندونو په مرسته د انټرکټیکا له شمالي څوکې څخه تیریږي.

ساينس پوهان وايي، د نړۍ تر ټولو ستر د یخ غر چې د نيويارک ښار شاوخوا درې برابره دى، له خپله ځایه خوځېدلی دى.

له سپوږمکۍ اخیستل شوي انځورونه ښیي چې د یخ دغه غر له درې لسیزو وروسته د یو ټریلیون ټنه وزن سره د تېزو بادونو او سیندونو په مرسته د انټرکټیکا له شمالي څوکې څخه تیریږي.

د یخ غرA23a، چې یو وخت په لویدیځه انټرکټیکا کې د مالګې اوبو د څیړنې مرکز کوربه و، په «ویډل» بحر کې بند پاتې و. چې پلنوالی یې شاوخوا څلور زره کیلو متره بلل کیږي.

خو د سپوږمکۍ نوي انځورونه ښیي چې دیخ دغه غر له ځايه خځېدلیاو د خپل ځای د بدلولو په حال کې دی.

د انټرکټیکا ساینس پوهان وايي دا نادره ده چې دوی وينې د یخ غر په ډیره چټکۍ سره د حرکت په حال کې دی، نو ساینس پوهان به یې لاره له نږدې څاري.

د ساینس پوهانو په وینا، دا غر په انټرکټیکا کې د “د یخ یوه بل غره ” په لور روان دی. چیرته چې د هغه په ​​څېر نور غرونه ولاړ دي.

ساینس پوهانو وویل چې د A23a په څېر لوی د یخ غر کولای شي په تودخه کې روغ پاتې شي او آن په ګرم موسم کې حرکت وکړای شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x