طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو ضد اقدامات پلي کړل، چې په سیستماتیک ډول یې د دوی اساسي حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کړي دي. دا اقدامات چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړې منع کول، په ډیرو کارونو کې د ښځو د کار کولو منع کول، د هر ډول ټولنیزو فعالیتونو منع کول، او ډیری نور شامل دي، د “جنسي تبعیض” په توګه تشریح شوي دی. جنسیتی اپارتایډ په عمومي ډول د ښځو او نجونو سیستماتیک