جاپاني الاصله افغان بشرپال تیتسو ناکامورا څلور کاله مخکې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په همدې ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه) د ناپیژنده کسانو له خوا ووژل شو. ډاکټر ناکامورا د افغانانو له خوا د ابادۍ اتل بلل کېده. په کاکا مراد مشهور جاپاني الاصله افغان ناکامورا شاوخوا شل کاله د هیواد په ختیځ بیا په ځانګړي توګه ننګرهار ولایت کې ډیر رغنیز کارونه ترسره کړي دي. د نوموړي وژنه په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مل وه او تراوسه پورې هم د هغه کړنې په هیواد کې یادیږي. ناکامورا په