د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې دا د امنیتي ګواښونو وروستي زیاتوالي ته د رسېدو لپاره یو اړین ګام دی. ښاغلي اڅکزي زیاته کړې، د بنو پرونۍ چاودنه د هغو ترهګرو لهخوا ترسره شوې چې د افغان حکومت اسناد لري. هغه وایي:« دغه وېروونکې پېښه په ترهګریزو کړنو کې د افغاني اسنادو په ځانګړې توګه د پېژندپاڼې په درلودلو سره د اشخاصو ښکېلتیا په ګوته کوي.» جان اڅکزي لیکلي:« د تېرې اکټوبر په ۳۱مه د ژوب په برید کې شپږ تنه افغانان ښکېل وو.» هغه لیکلي:«په خواشینۍ سره، دا پېښه د