د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل د یکشنبې ورځ، د لیندۍ په ۵مه پر اېکس ټولنیزه لیکلي چې متقي او خواجه عوضوف په کابل کې سره لیدلي دي. د هغه په وينا، په دې ليدنه کې د طالبانو او ترکمنستان پر دوه اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي مسايلو او سترو پروژو خبرې شوې دي. د يادونې وړ ده چې په مسکو کې د طالبانو