روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۰
: 1

امیرخان متقي او د ترکمنستان سفیر په «دوه اړخیزو اړیکو» خبرې کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي دي.د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل د یک‌شنبې ورځ، د لیندۍ په ۵مه پر اېکس ټولنیزه لیکلي چې متقي او خواجه عوضوف په کابل کې سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل د یک‌شنبې ورځ، د لیندۍ په ۵مه پر اېکس ټولنیزه لیکلي چې متقي او خواجه عوضوف په کابل کې سره لیدلي دي.

د هغه په ​​وينا، په دې ليدنه کې د طالبانو او ترکمنستان پر دوه اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي مسايلو او سترو پروژو خبرې شوې دي.

د يادونې وړ ده چې په مسکو کې د طالبانو مخالفو له غونډې دوه ورځې وروسته د شنبې ورځ، د لیندۍ په ۵مه د روسيې سفير هم له متقي سره لیدلي دي.

دا غونډې په داسې حال کې کېږي چې درې ورځې وړاندې په مسکو کې د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو په حضور کې یوه غونډه جوړه شوې وه.

دا غونډه چې د «عادل روسیه» ګوند په ملاتړ جوړه شوې وه، په کې د طالبانو پر سیاستونو سختې نیوکې وشوې.

د دې غونډې په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو ترمنځ دې (فتنه) نه رامنځته کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x