د بغلان ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ د چهارباغ کلي اوسېدونکی پهلوان نجم الدین له مقاومت سره د همکارۍ په تور د خوست ولسوالۍ په مرکز «دوابي بازار» کې نیول شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره ورځ، د زمري ٣١مه، رامنځته شوې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، پهلوان نجمالدین خپل کور ته څېرمه په چهارباغ کلي کې د اوړو يو ماشين درلود او له جمهوري رياست د ړنګېدو راهيسې د ماشين په کار بوخت دى. خو طالبانو هغه د خوست په بغلان کې د ملي