د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس له پاکستانه افغانستان ته د شړل شویو کډوالو لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو د تخصیص اعلان کړی دی. ګریفیتس د دوشنبېشپه، د لړم میاشتې په ۲۹مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د مرستې دغه اندازه د ملګرو ملتونو بیړني وجهي صندوق څخه له پاکستانه ستانه شویو کډوالو ته د رسېدو لپاره ځانګړې شوې ده. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال هیله څرګنده کړې چې له دغو مرستو څخه به د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې کار واخیستل شي چې له پاکستانه افغانستان