د ملي ډېموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ پر ایران د امریکا برید له غندلو سره یو ځای ویلي، چې پاکستان د سولې خلاف او برعکس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل جایزې ته نومولی دی. ملي ډېموکراتیک غورځنګ مشر، دا کار د پاکستان د واکمنو شخصي اجنډاوې بللې دي. داوړ زیاته کړې: «دا ښيي، چې د واکمنو اجنډاوې څنګه د هېواد له ملي ګټو مهمې دي او د امریکا لنډمهاله پاملرنه د پاکستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي».