د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د دې ادارې سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر کړی دی. دې ادارې پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې بختالرحمن شرافت د چهارشنبې ورځ، د لیندۍ په ۸مه عشقاباد ته سفر کړی دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لیکلي، ټاکل شوې چې شرافت به د دغه سفر په ترڅ کې د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له چارواکو سره د «دوه اړخیزو همکاریو او د لېږد رالېږد پر زیاتوالي» خبرې وکړي. ترکمنستان که څه هم د نورو هېوادونو