د سه شنبه په ورخ د طالبانو د رسنیزو سرغړونو کمیسیون اعلان وکړ چې د “نور” او “بیریا” ټلویزیونونو خپرونې د هغو خپرونو له امله چې له ملي او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي، په موقت ډول بندې شوې دي. دا دوه ټلویزیونونه چې یو یې د صلاح الدین رباني او بل یې د ګلبدین حکمتیار پورې اړه لري. زه د “بیریا” ټلویزیون د خپرونو په اړه څه نه پوهیږم، خو دا چې ما په شخصي توګه په نور کې له څو ورځو راهیسې کار کړی، په ډاډ سره ویلای شم، چې دغې رسنۍ د ۲۰۱۶