د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري وايي چې پر اسرائیل د «وعده صادق ۲» په نوم توغندیز برید کې د دغه هېواد درې مهمې پوځي اډې په نښه شوې دي. فارس خبري اژانس چهارشنبه د اکټوبر پر ۲مه د باقري په حواله راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې د موساد، نواتیم او هاتسرین اډې په نښه شوې دي. هغه زیاته کړې: « د صهیونیستي رژیم درې مهمې پوځي هوايي اډې، موساد د وژني مرکز، د نواتیم د اېف-۳۵ جنګي الوتکو اډه او د هاتسرین هوايي اډه چې د نصرالله د وژنې لپاره کارول شوې،