اروپايي ټولنې له پاکستانه ایستل شويو کډوالو او په افغانستان کې له زيانمنو کورنیو سره د ملاتړ لپاره ۶۱ ميليونه يورو مرسته کړې ده. دې ټولنې د سېشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ١٦مه، د يوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي چې د دې مرستو يوه برخه په هېواد کې دننه افغانانو ته او بله برخه يې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته ځانګړې شوې ده. اروپايي ټولنې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، د مرستو له نوې بستې څخه ۶۰ میلیونه یورو په افغانستان کې فعالو