د چمن تر پرلت وروسته د انګور اډې اوسېدونکو تېره ورځ د انګور اډې لارې د تړلو په غبرګون کې احتجاج کړی او له پاکستاني حکومت يې غوښتي چې که په دغه لاره د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو پرېکړه بیرته وانخلي دوی به حکومتي ځایونو ته تړلې لارې همداسې بندې وساتي. دغو احتجاج کوونکو له پرون راهیسې په انګور اډه کې پوځي چوڼیو ته تللې لارې یې بندې کړې او ګواښ يې کړی که يې غوښتنې و نه منل شي په ورته نورو ګامونو هم لاس پورې کوي. له تېرو څلور ورځو راهیسې پاکستاني پوځ د انګور