د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د يوې پوځې اډې مخې ته ۵۹ ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې د چمن ځایي خلکو له لوري پرلت پیل شو چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه یې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه جبري کړ. د سوېلي پښتونخوا زرګونه وکړي چې پرلت يې وهلی په یوه خوله غوښتنه کوي او وايي په دغه دروازه د تګ راتګ پرمهال پاسپورټ او ویزه نه مني. د چمن پرلت وهونکي وايي تر څو چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ