په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر او د سیاسي چارو شنونکی عبدالغفور لېوال وايي، په اسلامي جغرافیا کې د بنسټپالو جهادي ډلو په اړه عام تصور بدلیږي. هغه وايي، له اسلامپالو ډلو د خلکو تمې ځکه پرې شوې چې د نورو نیابتي جګړې کوي. په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر او د سیاسي چارو شنونکی عبدالغفور لېوال نن دوشنبه د لیندۍ ۱۹مه، په ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، په اسلامي جغرافیا کې د بنسټپالو جهادي ډلو په اړه عام تصور په بدلېدو دی او ورځ تر بلې یې د پخوا پرتله اغېز کمیږي.