پرون مې په رسنیو کې خبرونه ولوستل چې طالبان غواړي د ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي او د ښوونځیو زده کړې د اسلام له نظره تعدیل کړي. رسنیو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د نصاب مشر عبدالرووف فراهي له خولې ویلي، چې په دې غونډه کې د پوهنې د پوهنځيو استادان، د ملي نصاب د کمیسیون غړي او د اړوندو څانګو مسلکي استازي ګډون لري. ترڅو په پنځو کاري ورځو کې نصاب تعدیل شي. کله چې ما دا خبر ولوست، ما د کمونستانو او نازیانو یادونه وکړه چې د ساینس او حقیقت سره معامله کوله. څو کاله وړاندې،