د افغانستان ملي مقاومت جبهې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو په یوې قرارګاه کې د چاودنې او ډزو مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې د طالبانو ۱۳ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د ملي مقاومت جبهېپه خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې پرون جمعه، ۱۳ د تلې، ماښام شپږ بجې او ۲۵ دقیقې د دره ولسوالۍ اړوند د «محمد بیګ خېلو» په کلي کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت د درېیم ټولي پر ځواکونو هدفمند عملیات ترسره کړي دي. دغه جبهې ویلي، دا برید په وروستیو